ایکنا نیوز د البیان اماراتي ویب پاڼې له قوله راپور راکړ،د دوبۍ د جایزې قرآن سیالیو د اوه ویشتم پړاؤ په دوهمه شپه چې د چارشنبې په ماښام ترسره شو،له پرتګاله حمید محمد شکیل، له تاجیکستانه ابوبکر عبدالرازق، له مصر څخه یوسف السید عبدالمعطي الاشعل ، له هندوستانه شعیب شرف الدین محمد ، له ډنممارکه جمال علمی عمر،له تایلینډه عبدالله شریف عیسی او له آسټریلیا څخه اسد الله سعد بادالو سره سیالی وکړې.
ددغو سیالیو په دوهمه شپه چې د دوبئ د فرهنګ او علم د کلب د غونډو په هال کې ترسره شوې،دسیالیو په ویترین داسې حافظان حاضر شول چې په هغو کې لږترلږه پنځه سان د لاغوره روتبو د ترلاسه کولو جوګه دي.
د مصر نابینا حافظ یوسف السید عبدالمعطي المشعل د قرآني محفوظاتو په وړاندې کولو کې په مسلطې او په زړه پورې اجرا او د قاضیانو د کمیټې د خبرداری ورکونکي ټلۍ په خاموش ساتلو سره د سیالیو ددوهمې شپې یو ځلانده ستوری ؤ.
شلک کلن یوسف الاشعل د الاهر پوهنتون د قرآني علومو دپوهنځي محصیل دی چې له موره نابینا زیږیدلی دی ،خو خداوندمتعال هغه ته د خپل ژوند په لومړنیو کلونو کې د قرآن کریم دحفظ توفیق ورکړی دی.داسې چې هغه دقرآن حفظ له درې کلنۍ پیل کړی او په اته کلنۍ کې دټول قرآن حافظ شوی دی.
د یادولو ده چې د دوبۍ د قرآن نیړوالې جایزې د سیالیو اوه ویشتم پړاؤ د مارچ په دولسمه ماښام د درستې دنیا د اویاؤ هیوادونو د استازو په شتون سره د دوبی د علم او کلتور کلب د غونډو په هال کې پیل شوی او د سیالیو په دغه پړاؤ کې د ایران د اسلامی جمهوریت نماینده دټول قرآن کریم قاري او نابینا امیر هادي بایرامي هم پکې برخه اخلي.
https://iqna.ir/fa/news/4205533